د جومات په طرف، هر قدم پورته کولو سره یوه ګناه بښل کیږی!

حدیث شریف کې راغلی:

-عَنْ أَبِی هُرَیْرَهَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ:
-«مَنْ تَطَهَّرَ فِی بَیْتِهِ ثُمَّ مَشَى إِلَى بَیْتٍ مِنْ بُیُوتِ اللَّهِ، لِیَقْضِیَ فَرِیضَهً مِنْ فَرَائِضِ اللَّهِ، کَانَتْ خَطْوَتَاهُ إِحْدَاهُمَا تَحُطُّ خَطِیئَهً، وَالْأُخْرَى تَرْفَعُ دَرَجَه».
(المسلم۶۶۶)
#ژباړه:
ابی هریره”رض” وایی، رسول اللهﷺ فرمایلی:
-هر څوک چې پخپل کور کې اودس وکړی او بیا د اللهﷻ له کورونو څخه یو کور (جومات) ته لاړ شی، تر څو هلته د اللهﷻ د فرضیې څخه یوه فریضه اداء کړی، یو قدم اخیستل یې د ګناه د محوې او بښلو باعث ګرځی او بل قدم یې، د درجې د پورته کیدو سبب ګرځی.

ګرانو وروڼو!
دا د هر مسلمان دنده ده چې، باید خپل دین نورو خلکو ته ورسوی، دا حدیث شریف مو نورو ملګرو سره شریک کړئ، صدقه جاریه ده.

 

خپرونکی نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*