پیژندنه د ځنی عقیدتی بدعاتو.

پیژندنه د ځنی عقیدتی بدعاتو

بدعت په اصطلاح کی: بدعت دشریعت په اصطلاح کی نوی شی راویستل په اسلامی احکاموکی چی هغه هیڅ شرعی اصل نلری. (الحدث فی الدین بعد الاکمال او ما استحدث بعد النبی (صلی الله علیه وسلم) من الاهواء والاعمال) کوم نوی شی په اسلام کی راویستل پس له دی چی اسلام تکمیل شوی دی او یاهم بعض خواهشات چی پس له نبی – علیه السلام – څخه په دین کی راولی.

په خاطر ددی چی بدعت ښه وپیژنو دری شرطونه ضرور چی پرهغه باندی واقف وو:

۱ـ یو نوی شی وی: هرکله چی څوک وغواړی یو عبادت وکړی چی نوی شی نه وی، اصل په قرآن او حدیث کی لری، هغه شی بدعت نه دی.

۲ـ دغه نوی شی دین ته نسبت ورکړل شی: په دغه شرط هرکله چی څوک وغواړی یو نوی شی راولی، دهغه شی نسبت دین ته نه ورکوی، هغه شی بدعت نه دی.

۳ـ دغه نوی شی کوم شرعی اصل ونه لری څه هغه اصل عام وی او یاخاص: هرکله کوم شی شرعی اصل ولری، هغه شی بدعت نه دی، لکه تراویح چی پیغمبر- علیه السلام – کړی دی، یاکوم سنت چی ترک شوی وی.

داصطلاحی بدعت حکم: اصطلاحی بدعت چی په دینی اموروکی وی، هغه بدعت حرام دی، او بدعت حسنه اوسیئه نه لری، ټول قسمونه یی بد او ناروادی.

حضرت عرباض بن ساریه فرمایی، چی رسول الله وفرمایی: له هرنوی شی راوړلوڅخه په دین کی ډډه وکړی، ځکه چی هرنوی شی په دین کی بدعت دی او هربدعت بدبختی او ګمراهی ده.

جابر بن عبدالله فرمایی: چی نبی – علیه السلام- وفرمایل: ښکلی خبری دالله تعالی کتاب دی او ښکلی دهدایت لاره دحضرت محمد -علیه السلام- دهدایت لاره ده، بدترین امور دادی چی نوی پیداشی هرهغه امرچی نوی په دین کی پیداشی هغه بدعت دی او هربدعت ګمراهی ده او ځای دوزخ دی.

اعتقادی بدعاتوڅخه یو څونمونی په لاندی ډول دی:

لکه چی الله تعالی زوی لری: دحضرت عیسی – علیه السلام- امتیان ټول په دی عقیده وو چی الله تعالی یو دی اوټول مسلمان وو، په ټولو پیغمبرانو، دالله تعالی پرکتابونویی ایمان درلودی، او حضرت عیسی هم دوی دالله تعالی یوالی ته ربلل، په تیریدو دزمانی دالله تعالی دښمنانودا دسیسی وکړلی ترڅو دا ووایی چی الله تعالی زوی لری، دعیسی – علیه السلام- قوم هم په تیریدو دزمانی په دغه مشرکه عقیده آخته شول، په ځای د دی چی دالله تعالی عبادت وکړی، مجسمی یی جوړی کړلی او هغوته یی عبادت کول.

واسطی مخته کول: ټولو پیغمبرانو خپلو امتیانوته دغه ویل: الله تعالی صمد ذات دی هیڅ چا اړه او احتیاجی نه لری.

مشرکینو بُتان جوړکړل اود هغوعبادت یی کوی کله چی هغوی ته به وویل شول: تاسی ولی دبُتانو عبادت کوی، هغوی په ځواب کی ویل: دابُتان موږالله تعالی ته نیږدی کوی او دالله تعالی څخه موږته شفاعت کوی، لکه څرنګه چی په قرآن کریم کی راغلی دی: “إلا لیقربونا إلى الله زلفى” زموږ قصد په عبادت کولو دبًتانو دادی ترڅو موږ، الله تعالی ته نیږدی کړی. الله تعالی د دوی په ځواب کی داسی فرمایی: (وَإِذَا سَأَلَکَ عِبَادِی عَنِّی فَإِنِّی قَرِیبٌ) هرکله چی کوم زما بنده دما په اړه پوښتنه وکړله، هغوی ته ووایی چی ډیرنیږدی یم.

همدارنګه الله تعالی فرمایی: (قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِینُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا) حضرت موسی – علیه السلام- خپل قوم ته ووایل دالله تعالی څخه مرسته او نصرت وغواړی او صبر وکړی.

الله تعالی مسلمانانوته داسی فرمایی: (وَاسْتَعِینُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاهِ وَإِنَّهَا لَکَبِیرَهٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِینَ) مرسته او کمک دلمانځه په واسطه وغواړی او دغه کار ډیرسخت دی بغیردهغوکسانو چی هغه کسان ډیرخاشع خلک دی.

 

خپرونکی  نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*