دارشاد،حج او اوقاف رياست نوبتي غونډه ترسره سوه.

دارشاد،حج او اوقاف رياست نوبتي غونډه ترسره سوه.
د ارشاد، حج او اوقاف دريس قاضي محمد عمر اخندزاده په مشري اداري غونډه ترسره سوه , یاده غونډه کښی د همدی ریاست مامورینو ترڅنګ د ولسوالیو مدیرانو هم ګډون کړی وو, او پر لاندي موضوعاتو باندي بحث وسو,

دمالي کال په پاي ته رسيدو سره بايد ټول مديريتونه خپل پلانونه او ګذارشونه اداري مديريت ته وسپاري او همدا راز د ارشاد، حج او اوقاف رياست ويب سايټ چی نوی یی په فعالیت شروع ګړی او ددی موضوعاتو لپاره چی اسلامی لارښوونی دی باید د ملا امامانو څخه  دوه کسیزه کميټه وټاکل سی ترڅو اسلامی موضوعات زموږ دکلتور او دین سره په ټکر کښی را نسی ، او همدا راز  پر هغو موضوعاتو خبری وسوی چی ددی ریاست پوری مربط دی لکه د پنځه بابه جامع ګانو دترمیم چاری او دښار او ولسوالیو دمساجدو دثبت په اړه مامورینو ته وظیفه ورکول سوه

        

 

 

 

 

خپرونکی: نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*