د مشرانو جرګې د عالي تحصیلاتو، معارف، فرهنګي او ديني چارو کمېسون دکندهار دارشاد حج او اوقاف ریاست کارونه تقدیراو وستایل.

نن چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۲۰ نیټه:

د مشرانو جرګې د عالي تحصیلاتو، معارف، فرهنګي او ديني چارو کمېسون دکندهار دارشاد حج او اوقاف ریاست کارونه تقدیراو وستایل.

د مشرانو جرګې د عالي تحصیلاتو، معارف، فرهنګي او ديني چارو کمېسون غړو کندهار ولایت ته سفر وکړ. د مشرانو جرګې د عالي تحصیلاتو، معارف، فرهنګي او ديني چارو کمېسون یو شمېر غړو، چي مشري يې د ياد کمېسون رئيس سناتور عبدالطیف نهضت يار کوله، د سه شنبې په ورځ کندهار ولایت ته سفر وکړچی د نوروارګانوترڅنګ یی ددی ولایت دارشاد حج او اوقاف ریاست څخه هم لیدنه وکړه. په ليدنه کي لومړی د ياد کمېسون رئيس سناتور عبدالطیف نهضت يار وویل چي کندهار ولایت ته يې د سفر موخه په دغه ولایت کي د پوهنتون، پوهني، اطلاعاتو او فرهنګ او ارشاد حج او اوقاف رياست څخه لیدنه او د يادو رياستونو ستونزي تر مرکزي اداري پوري رسول دي. ښاغلي نهضت یار وويل، د يادو رياستونو اساسي ستونزي به د اړوند وزارتونو سره شريکي کړي او د حل په موخه به يې جدي ګامونه واخلي. وروسته الحاج قاضی محمد عمر اخندزاده دارشاد حج او اوقاف رئیس د مشرانو جرګې د عالي تحصیلاتو، معارف، فرهنګي او ديني چارو کمېسون د غړو څخه مننه وکړه چي کندهار ولایت ته يې سفر کړی او د ياد رياست ستونزي تر مرکزي ادارې پوري د حل په موخه ورسوي.
الحاج قاضی محمد عمر اخند زاده همداراز په خپلو خبرو کي د ارشاد حج او اوقاف ریاست  اړوند دحجاجو دسهم داضافه والی ، دلویی او تاریخي عیدګاه د جوړولو او په حاجی کمپ کښی د ښځینه حجاجو لپاره د ۲۰ ا طاقه تعمیر د جوړولو غوښتنه وکړه . په پای کښی دنوموړی کمیسون مشر محترم عبدالطیف نهضت یار دارشاد حج او اوقاف ریاست کارونه تقدیراووستایل .

 

 

 

  1. خپرونکی: نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*