د کندهار ولايت د ارشاد حج او او قاف رياست خبرتيا !

د کندهار ولايت د ارشاد حج او او قاف رياست خبرتيا !

د کندهار ولايت هغه علما‌ء کراموته چي غواړي د حجاجو دناظم او مرشد په حيث سعودي عربستان ته ولاړسي او پر لاندي شرايطو برابروي خبر ورکول کيږي چي د اعلان د نشر د نيټي څخه بيا د روان کال د حوت د مياشتي تر ۱۴ مي نيټي پوري خپل غو ښتنليکونه د ارشاد حج او اوقاف رياست ته وسپاري.

برحاله امامت به لري او دکلي د ملک او مشر تائيد به ورسره وي او يا هم که مدرس وي د مربوطه مرجع څخه به تائيد لري.

سن به يي د ۲۵ څخه تر ۵۵ کالو پوري وي .

دخپلي وظيفي د ادا‌ء کولو روحيه به لري .

دروحي او جسمي پلوه به د پوره روغتيا څښتن وي

دشرعي علومو څځه به دفراغت سند په لاس کي لري .

رياست ته به تعهد او فور سپاري تر ځو د هيواد په داخل کښي به حد اقل يوه مياشت او په سعودي عربستان کښي تر ۴۵ ورځوپوري د حج د مناسکو تدريس کوي .

تعهد به ورکوي تر څو مبلغ ۲۰۰۰ دوه زره رياله په هغه صورت کښي چي حج ته يو ځل تللي وي د اسنادو د مراحلوتر مخ وزارت مقام ته تسليموي.

يادونه : امتحان انشاء الله د ۱۳۹۶-۱۲-۱۵ نيټه دائيريږي.

 

 

خپرونکی: نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*