دحج فضیلت

قَالَ اللَّهُ تَعَالَى : {  وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الأَنْعَامِ . . . فکلوا منهاوأ طعموا البائس الفقیر } (سورة الحج / ۲۷ ـ ۲۸ . )

ترجمه :اوغږوکړه (ای ابراهیمه )په خلکوکې دحج (داداکولو)لپاره ،چې راشي (حاجیان )   تاته  پلي اوسپاره، په هر ډنګر اوښ چې راځي (دا اوښان ) له هرې لیري لارې (ژورې لري ) څخه لپاره ددې چې حاضرشي (دغه خلک ځای ددنیوي اواخروي )ګټوخپلوته ،اوچې یاد کړي نوم دالله په هغو څوورځو(دلوی اختر)کښې چې معلومې دي په (ذبح د)هرحیوان چې ورکړی دی الله( جل جلاله ) دوئ ته له بي ژبوچارپایانوڅخه ،پس خورئ تاسوله هغې (غوښې)څخه اوخوروئ یې په بدحاله فقیر.  .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ  . ” أخرجه البخاري   ( الفتح ۳ / ۳۸۲ ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( ۲ / ۹۸۳ ، ۹۸۴ ـ ط الحلب)

ژباړه :حضرت ابوهریره (رضی الله تعالی عنه  )روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم  )فرمایې :چې چا دالله ( جل جلاله ) لپاره حج وکړ(له حج نه پس یې )نه بدکاروکړاونه  فسق ،دابه  له حج نه بیرته ( یعنې له ګناهونونه به داسې پاک وي )کورته راستون شي ، لکه په کومه ورځ چې مور ږیږولی وي .

وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : مَا مِنْ يَوْمٍ أَكْثَرُ أَنْ يُعْتِقَ اللَّهُ فِيهِ عَبْدًا مِنَ النَّارِ مِنْ يَوْمِ عَرَفَةَ ، وَإِنَّهُ لَيَدْنُو ثُمَّ يُبَاهِي بِهِمُ الْمَلائِكَةَ . . .” أخرجه مسلم ( ۳ / ۹۸۳ ـ ط الحلبي )  (۳) وَمَعْنَى يَدْنُو : يَتَجَلَّى عَلَيْهِمْ بِرَحْمَتِهِ وَإِكْرَامِهِ   .

ژباړه :عایشه رضی الله تعالی عنها وایې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم  )وفرمایل داسې کومه ورځ نشته چې زیاته وي ددې نه چې الله تعالی پکې خپل بندګان له اوره ازاد کړي دعرفې دورځې څخه ،اودا الله( جل جلاله )را نږدې کیږې (دخپل رحمت اواکرام تجلی کوي پدوئ)بیاپه دوئ باندې دملایکومخکې فخرکوي…..

وَعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : < تَابِعُوا بَيْنَ الْحَجِّ وَالْعُمْرَةِ فَإِنَّهُمَا يَنْفِيَانِ الْفَقْرَ وَالذُّنُوبَ كَمَا يَنْفِي الْكِيرُ خَبَثَ الْحَدِيدِ وَالذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ ، وَلَيْسَ لِلْحَجَّةِ الْمَبْرُورَةِ ثَوَابٌ إِلا الْجَنَّةُ “   (۱) . ” أخرجه الترمذي ( ۳ / ۱۶۶ ـ ط الحلبي ) وقال : ” حديث حسن صحيح ” .

ژباړه :عبدالله بن مسعود(رضی الله تعالی عنه  )فرمایې چې متابعت دحج اوعمرې تر منځ وکړئ ،ځکه دادواړه فقراو ګناهونه داسې له منځه وړې لکه دآهنګردبنۍ اورچې داوسپنې ،سرواوسپینوزروخیری او زنګ پاکوي ،اودحج مقبول بدله نشته مګرجنت دی .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” الْحُجَّاجُ وَالْعُمَّارُ وَفْدُ اللَّهِ ، إِنْ دَعَوْهُ أَجَابَهُمْ وَإِنِ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَ لَهُمْ ) .   ” أخرجه ابن ماجه ( ۲ / ۹۶۶ ـ ط الحلبي ) ، وقال البوصيري : ” في إسناده صالح بن عبد الله ، قال البخاري فيه : منكر الحديث ” . ولكن له شاهد من حديث ابن عمر ، أخرجه ابن ماجه تلو حديث أبي هريرة ، يتقوى به

ژباړه :ابوهریره (رضی الله تعالی عنه  )فرمایې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم  )وفرمایل چې حاجیان او عمره کوونکي دالله وفد (وفدونه)دي که دعا ورته وکړي قبولوي یې ،اوکه بخښنه ترې وغواړې نو بخشش ورته کوي .

وَعَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا ، قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ : نَرَى الْجِهَادَ أَفْضَلَ الْعَمَلِ أَفَلا نُجَاهِدُ ؟ قَالَ : لا ، لَكِنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ ” أخرجه البخاري   ( الفتح ۳ / ۳۸۱ ـ ط السلفية ) ، والنسائي ( ۵ / ۱۱۴ ـ ط المكتبة التجارية

ژباړه :حضرت عایشه فرمایې چې ما وویل چې یا رسول الله :مونږه جهاد ترټولو غوره عمل وینوآیامونږه جهاد ونکړو؟هغه (صلی الله علیه وسلم  )وفرمایل چې نه ،لکن غوره جهاد مقبول حج دی .

وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ < رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ : أَيُّ الأَعْمَالِ أَفْضَلُ ؟ فَقَالَ : إِيمَانٌ بِاَللَّهِ وَرَسُولِهِ ، قِيلَ ثُمَّ مَاذَا ؟ قَالَ : جِهَادٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ، قِيلَ : ثُمَّ مَاذَا ؟ قَالَ : حَجٌّ مَبْرُورٌ “   أخرجه البخاري ( الفتح ۳ / ۳۸۱ ـ ط السلفية ) ، ومسلم ( ۱ / ۸۸ ـ ط الحلبي )

ژباړه :ابوه هریره (رضی الله تعالی عنه  )فرمایې چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم  ) نه پوښتنه وشوه چې کوم عملونه غوره دي ؟نوده (صلی الله علیه وسلم  )ورته وفرمایل چې په الله ( جل جلاله )اودهغه په رسول ایمان راوړل ،بیا چاوویل  چې نو بیا کوم یو؟نوده (صلی الله علیه وسلم  )ورته وفرمایل چې دالله ( جل جلاله )په لاره کې جهاد کول ،بیاچاوویل  چې بیا کوم یو؟نورسول الله (صلی الله علیه وسلم  )ورته وفرمایل چې مقبول حج .

ترتیب او خپرونکی: نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*