په کندهار کي د سيرت النبي ص سيالۍ تر سره سوه


په کندهار کي د سيرت النبي ص سيالۍ تر سره سوه


د پنجشنبې په ورځ د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له لوري په کندهار ولایت مقام کي د سلګونو هلکانو او انجونو تر منځ د سيرت النبي ص سيالۍ تر سره سوه.
د سيرت النبي ص د سياليو په پرانست غونډه کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د دغه ډول سياليو جوړېدل ډېر ګټور وبلل.
ښاغلي منیب وويل، په دې سره به ځوانان د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد ص د ژوند او اخلاقو په اړه لا هم ښه پوه او معلومات به يې زيات سي.
په غونډه کي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت   استازي عبدالتواب حنیفي هم خبري وکړې او وې ويل چي د يادو سياليو د جوړېدو څخه يې موخه د حضرت محمد ص د سېرت څخه

د ځوانانو خبرول، د امن تامينول او د نشه يې توکو په وړاندي مبارزه ده.
ښاغلي حنیفي وويل، په يادو سياليو کي به لومړی او دوهم مقام ګټونکي د عمرې حج ته بوځي او پاته نور به يې په بېلابيلو نورو تحفو ونازوي.
تر ويناوو وروسته ازموينه پيل او زيات شمېر انجونو او هلکانو ازموينه ورکړه.

خپرونکی: نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*