دکندهار ولايت د ارشاد ، حج او اوقاف رياست اړوند د ارشاد او دعوت امريت خبرتيا!

دکندهار ولايت د ارشاد ، حج او اوقاف رياست اړوند د ارشاد او دعوت امريت خبرتيا!

دافغانستان اسلامي جمهوريت دارشاد حج او اوقاف وزارت د افغانستان د (۳۴) ولايتونو دارشاد حج او اوقاف رياستونوته هدايت کړي، چي دقرانکريم د حافيظانو ترمنځ د قرانکريم د تجويد حافيظانو سيالي جوړه کړي، نو د کندهار ولايت د ارشاد حج او اوقاف رياست و ټولو حافيظانو ته په درنښت سره خبر ورکوي چي په نوموړي سيالي کي د ګډون لپاره د کندهار ولايت د ارشاد حج او اوقاف رياست اړوند د علوم ديني مديريت سره د جوزا له ۱۹ څخه بيا درواني مياشتي تر ۲۴ نيټي پوري خپل نومونه ثبت کړي، نوموړي سيالي دروان کال د سرطان د مياشتي له ۳-۴ نيټي پوري د کندهار ولايت د ارشاد حج او اوقاف رياست کښي اخستل کيږي چي د برياليو کسانو څخه يو تن اول نمره مرکز کابل ته ليږل کيږي، چي وروسته د ټولوولايتونود اول نمره حافيظانو تر منځ د دوهم ځل لپاره په مرکز کابل کښي امتحان اخيستل کيږي چي بريالي کسانوته نغدي جايزي او دلاري سفريه په نظرکي نيول سويده .

يادونه: ټول حافيظان بايد د تابعت تذکره ولري او عمر يي د (۱۵) څځه بيا تر (۲۵) کلني پوري وي، قرانکريم يي په مکمل ډول سره حفظ وي سره د تجويد، چي په مرکز کښي د بريالي کيدووروسته په نړيوالو مسابقو کښي د ګډون حق ورکول کيږي.

 

په درنښت

الحاج قاضی محمد عمر اخندزاده

دارشاد حج او اوقاف رئیس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*