د حج او اوقاف رياست خبرتيا!

د حج او اوقاف رياست خبرتيا!
د کندهار ولايت د ډنډ او ارغنداب ولسواليو او همدارنګه اوله ناحيه، دوهمه ناحيه او دريمي ناحيې تولو حاجي صاحبانو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي، چي د شنبې په ورځ د سهار ۸ بجو ته د خپل سفر د سامان سره د کندهار حاجي کېمپ ته د واکسين او اړوند کارونو د خلاسولو په موخه حاضرسي، څو په راتلونکي پرواز کي تنظيم سي، ځکه چي پروازونه رامخ ته سوي دي.
يادونه: د نه حاضرېدو په صورت کي د پرواز څخه پاته کېږي.

 

 

خپرونکی : نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*