کندهار ولایت دارشاد حج واوقاف ریاست کښی غونډه جوړه سوه.

کندهار ولایت دارشاد حج واوقاف ریاست کښی غونډه جوړه سوه.

نيټه: ۱۳۹۷/۷/۱۰

کندهار ولايت د ارشاد، حج و اوقاف ریاست کښی دشفافو انتخاباتو ، سولي او امن په اړه غونډه جوړه سوه یاده غونډه کښی دارشاد حج و اوقاف درئیس په ګډون دعلماًووشورا رئیس عبیدالله فیضانی،ځوانانو او یوشمیر نورو دینی علماً ګډون کړی وو.
غونډه دقران کريم په تلاوت سره پيل سوه او ورپسی د ارشاد، حج اوقاف رئیس الحاج قاضی محمد عمر اخندزاده خبری وکړی او له ټولو دینی علماء و څخه یی غوښتنه وکړه ترڅو دخپلو ولسونو لپاره هغه عامه پوهاوی چی داسلام له نظره دی  بیان کړی ترڅو له همدی لاری خلګو ته عامه پوهاوی ورکول سی او همدا راز یی زیاته کړه  چی داسلام له نظره خلګو ته دانتخاباتو په ارزښت خبری وکړې چی په همدی سره کولای سو سولی ته خلګ دعوت کړو.

ورپسی دسولي شورا رئیس ښاغلی عبیدالله فیضانی دسولي پر ارزښت خبري وکړي . چی له دی سره سره مولوی فيض الحق هم دانتخاباتو په اړه خبری وکړی او زایاته یی کړه تر څو یوداسی چاته رایه ورکړل سی چی د وطن دابادی اودوطن دکلتور احساس ورسره وی او دیومظلوم ږغ ترلوړو مقاماتو پوری ورسوی .

 

 

 

 

 

 

خپروونکی   نوید احمد نیکمل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*